د مصر پلازمینې قاهرې ته نږدې ۴۴۰۰ کلنه لرغونې مقبره کشف شوې ده. د راپورونو له مخې که دا مسئله ثابته شي، نو دا به د بشري ژوند او مصري تمدن تر ټولو پخوانۍ سالمه پاتې شوې مقبره وي. مصري لرغونپوهانو ویلي چې دغه مقبره ښایي ۴۴۰۰ کاله پخوا جوړه شوې وي او د کوم پخواني روحاني اړوند ده. د دوی په خبره، په دغه مقبره کې زینتي ډبرې کارول شوې دي او په ټوله مقبره کې مجسمې ښکاري. ښايي مجسمې د دغه شخص د کورنۍ په غړو پورې اړه ولري. مصر یو له هغو هېوادونو دی چې بشري ژوند او تمدن پکې زرګونه کاله تاریخي قدامت لري. همدې مسئلې مصر ته د سلګونه لرغونپوهانو او د بشري ژوند په برخه کې د څېړونکو پام ور اړولی دی.