د پاکستان د بشري حقونو یوې ډلې په امریکا کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې په پاکستان کې هر څه د پوځ له لوري کنټرولېږي او چا ته د غږ پورته کولو اجازه نه ورکول کېږي. دغه غونډه د امریکا مېشتي پاکستاني ديپلومات حسین حقاني له لوري جوړه شوې وه. حسین حقاني دمګړی د پاکستاني حکومت مخالف دی او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ځپلو او د ولسواکۍ پر حاکمیت ټینګار کوي. د بشري حقونو فعالینو همدا راز ویلي چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ له هڅو هم ملاتړ کوي او پر نړیوالو غږ کوي چې په پاکستان کې د پوځ له لوري د روانو بې عدالتیو مخه ونیسي. بل پلو یوه امریکايي سناتور براډ شېرمن بیا دغه غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې امریکا د پاکستان کړنې څاري او تر هغه به پر یاد هېواد فشارونو ته ادامه ورکوي، چې دوی پخپل حکومت کې اصلاحات نه وي راوستي. دده په وینا پاکستاني حکومت ته په کار ده، چې ولسواکۍ ته ژمن وي او بشري حقونه پر ځای کړي.