سعودي عربستان د امریکا هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې باید امریکایي عسکر د یمن له جګړې په شا شي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د امریکا سنا وروستۍ پرېکړه د ناسمو ادعاوو او غلطو معلوماتو پر بنسټ کړې ده. سرچینه کاږې د امریکا سنا ته ناسم راپورونه رسېدلي او ښايي داسې ښودل شوې وي چې په یمن کې روانه جګړه په ناسم لوري روانه ده. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکايي سناتورانو ته په کار ده چې پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي. امریکايي سناتورانو تېره پنجشنبې پرېکړه وکړه، چې امریکایي سرتېري به د یمن له جګړې وباسي. دوی د لومړي ځل لپاره د جګړې له ډګره د خپلو سرتېرو د راګرځولو پرېکړه کړې ده.