شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې پر دې هېواد د بندیزونو دوام به د تل لپاره د کوریا د غیر اټومي کولو د بهیر مخنیوی وکړي. شمالي کوریا پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل، د امریکا له خوا د بندیزونو نوې لړۍ به د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ اړیکې بېرته پخواني حالت ته وګرځوي. بیان زیاتوي، پر شمالي کوریا د امریکا بندیزونه لګول به ښې پایلې ونه لري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا خزانې وزارت د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۰مه، د شمالي کوریا د مشر د یوه نږدې سلاکار په ګډون د دغه هېواد پر دریو چارواکو بندیزونه ولګول.