د ګرجستان لومړنۍ ولسمشرې سالومې زورابيشويلي د دغه هېواد په ختیځ تلاوي ښار کې په یو لړ مراسمو کې لوړه وکړه.
مېرمن زورابېشویلي چې د واکمن ګوند «د ګرجستان خوب» ملاتړ ورسره دی د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې د ۵۹ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره په خپل سيال ګرېګول واشادزه چې شاوخوا ۴۰ سلنه رايې يې ګټلې وې بريالۍ شوه.
ګرېګول واشادزه ادعا کړې چې په ټاکنو کې درغلي شوې او یو شمېر پلویانو يې په تلاوي ښار کې د لاريون نیت درلود، خو پوليسو د هغوی مخه ډپ کړه.
مېرمن زورابيشويلي د خپلې لوړې په مراسمو کې په ګرجستان کې د ملي یووالي د ټینګېدو غوښتنه وکړه. هغې په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې ګرجستان به د اروپا د ملاتړ سیاست جاري وساتي او له روسيې هم غواړي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
ګرجستان او روسيه په ۲۰۰۸ ز کال کې په جګړه کې سره ونښتل چې په پایله کې يې له ګرجستان څخه دوې سیمې جلا او د روسیې تر ملاتړ لاندې شوې.
له یادې جګړې وروسته د بشري حقونو د څار ادارې په یوه راپور کې په ګرجستان تور پورې کړ چې په سوېلي اوستيا کې يې بې رحمه زور کارولی، خو د ګرجستان د هغه وخت ولسمشر ميخایل ساکاشوېلي دغه تورونه رد کړل.