د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، په سومالیا کې یې د هوایي بریدونو پرمهال شاوخوا ٦٢ د الشباب ډلې اړوند جنګیالي وژلي دي.
په اعلامیه کې راغلي، دغه جنګیالي یې د سومالیا د بنادیر په صوبه کې وژلي چې د الشباب تروریستي ډله پکې فعالیتونه کوي.
په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندې «افریقام» ویلي، په دغو هوايي بریدونو کې یې د الشباب ډلې څلور پټنځایونه په نښه کړي چې ځینې کسان پکې ټپیان شوي هم دي.
بلخوا سومالیایي چارواکو هم ویلي چې دغه بریدونه د ترهگرو پر خوندي پټنځایونو شوي دي چې ترهگرو به له دغو پټنځایونو پر ښارونو او هوټلونو بریدونه کول.
د امریکا د پوځ په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
امریکا په دې سیمه کې د سومالیې د حکومت د ملاتړ په خاطر چې ملگري ملتونه یې هم پلوي کوي، ډېر وخت د ترهگرو پر پټنځایونو حملې کوي.
د امریکا پوځ تېره میاشت هم ویلي وو چې په دې سیمه کې یې د الشباب ډلې ٣٧ جنګیالي وژلي دي. دغه راز د امریکا دفاع وزارت وایي، روان کال یې د الشباب په تروریستي ډله ۴٥ هوایي بریدونه کړي چې د دې ډلې ډېرو جنګیالیو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.