د برېټانیا لومړۍ وزیره وایي، له اروپایي اتحادیې څخه د برېټانیا د وتلو لپاره پر شوې موافقې به د دغه هېواد په پارلمان کې د جنورۍ په ۱۴مه رایه واخیستل شي.
له اروپایي اتحادیې د برېګزېټ یا د برېټانیا د وتلو د پروسې د پیلېدو لپاره ۱۰ اونۍ پاتې دي، خو په دې برخه کې ستونزې او مخالفتونه لا هم په خپل حال پاتې دي.
ټاکل شوې چې له اروپایي اتحادیې څخه د برېټانیا د وتلو د موافقې پر سر له څه باندې یوه میاشتني ځنډ وروسته د برېټانیا په پارلمان کې رایه واخیستل شي.
د برېټانیا لومړۍ وزیرې وړمه ورځ په پارلمان کې وویل چې دغه رای ګیري به د جنورۍ په ۱۴مه وشي.
هغې په دې اړه وویل: «پوهېږم چې دا د ټولو لپاره یوه بشپړه موافقه نه ده، دا یو جوړجاړی دی، خو که موږ پرېږدو چې د دښمن بشپړه موافقه یوه ښه موافقه شي، په هغه صورت کې موږ منو چې له یوې موافقې پرته له اروپایي اتحادیې ووځو.»
مې ټینګار کړی چې د برېګزېټ موافقه به عملي کوي، خو پر نوموړې فشارونه هم په زیاتېدو دي.
د نوموړې ځینې مخالف سیاستوال بیا د بلې ټولپوښتنې په ترسره کېدو یا هم په پارلمان کې د برېګزېټ پر سر د په ټپه درېدلي حالت د پای ته رسېدو لپاره له یوې موافقې پرته له اروپايي اتحادیې څخه د وتلو لپاره پر رایې اخیستو ټینګار کوي.
د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین چې د مې یو عمده سیاسي مخالف ګڼل کېږي، د پارلمان په غونډه کې د مې له خوا د برېګزېټ د موافقې پر سر د جنورۍ د ۱۴مې پر رایې اخیستو خواشیني څرګنده کړې.
هغه ویلي، د مې په کار کې د ځنډ په خاطر هغې ته د نه باور رایې د طرحې وړانډیز کوي.
د برېټانیا حکومت او اروپايي اتحادیې تېره میاشت له دې اتحادیې څخه د برېټانیا د وتلو پر سر موافقه وکړه چې دغه موافقه د برېټانیا د پارلمان تصویب ته هم اړتیا لري.
د نوموړې منتقدین وایي، مې په پارلمان کې په دې اړه د ډسمبر د ۱۰مې رایګیري هغو اندېښنو ته په پام شاته وغورځوله، چې ښایي وکیلان یې رد کړي.
د برېټانیا لومړۍ وزیرې له هغې وروسته د دې لپاره چې د پارلمان اکثریت غړي دې موافقې ته مثبته رایه ورکړي، د اروپایي اتحادیې له ځینو مشرانو سره په لیدنو کتنو کې هڅه وکړه چې په هغې کې ځینې تغیرات راوړي، خو اروپایي مشرانو په خپل دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پر دې موافقې له سره غور نه شي کولای.
د یادونې ده چې له اروپایي اتحادیې څخه د برېټانیا د وتلو موافقه چې برېګزېټ بلل کېږي، د ۲۰۱۹ ز کال د مارچ په ۲۹مه عملي کېږي.