د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تصمیم خلک حیران کړي چې غواړي له افغانستان څخه خپل نیمايي ځواکونه وباسي. ویل کېږي چې دفاع وزارت ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه غور وکړي. که څه هم معلومه نه ده چې دا کار به څه وخت پیلېږي، خو په امریکا او افغانستان دواړو کې په دې تړاو اندېښنې شته.
په امریکا کې ځینې کسان فکر کوي چې په دې سره به امریکايي ګټې له ګواښ سره مخ شي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور مخالفین او موافقین دواړه اندېښمن دي. موافقین چې له امریکايي ځواکونو سره یې ګټې تړلې او یا فکر کوي چې په دې سره به یې واک او ځواک ختم شي، د دې کار له امله خواشیني دي. د امریکايي ځواکونو د حضور مخالفین بیا له دې امله اندېښمن دي چې دا کار ناڅاپي او خطرناک دی او امریکايي ځواکونه باید په مسوولانه ډول له افغانستان څخه ووځي.
هر افغان چې رښتیا افغاني فکر او ارزښتونه ولري، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور مخالف دی او غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. د افغانستان د ستونزې یو بنسټیز لامل بهرني ځواکونه دي چې د دوی په وتلو سره به له شک پرته یو لامل کم شي. وېره دا ده چې د امریکايي ځواکونو دغه وتل په قصدي ډول د دې لپاره نه وي چې په افغانستان کې حالات خراب شي او بیا به یې امریکا مسوولیت هم نه اخلي. ځینې کسان فکر کوي چې امریکا په افغانستان کې د لا زیاتې ګډوډۍ، جګړو، وژنو او وحشت پلان لري. د دې لپاره چې دوی په افغانستان کې ځواکونه لري، نو که داسې څه پېښېږي، پړه به یې د امریکا پر غاړه وي. اوس امریکا غواړي له دې پړې د خلاصون لپاره له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. د دې شونتیا هم شته چې دوی په قصدي ډول د قدرت خلا رامنځته کړي او افغانستان بیا کورنۍ جګړې ته ټېل وهي.
دغو ټولو اندېښنو ته په پام سره امریکايي ځواکونه باید د یو منظم مېکانیزم له مخې له افغانستان څخه ووځي. ښه ده چې د امریکايي ځواکونو وتل د سولې د یو پراخ توافق برخه وي. په دې توافق کې باید وسله وال مخالفین، سیمه ییز هېوادونه او افغان حکومت شامل وي. په کور دننه باید افغانان جوړجاړی وکړي، راتلونکی حکومت باید تضمین کړي چې افغان خاوره د بل چا پر ضد نه کارول کېږي او سیمه ییز هېوادونه باید ژمنه وکړي او تضمین ورکړي چې نور د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دلته جګړې ته لمن نه وهي. له دغسې یو پراخ توافق وروسته باید بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. له دې پرته څنګه چې د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان کې د پراخې ناامنۍ سبب شوی و، وتل به یې هم افغانستان یوې بلې کندې ته ټېل وهي. له همدې امله په دې چاره کې هوښیاري پکار ده. افغان حکومت، سیاسي مخالفین او وسله وال مخالفین باید ټول له افغان ولس سره په ګډه پر یوه توافق کار وکړي، څو افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ټېل نه وهل شي.