د پکتیکا پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې کېښودل شوه. د دغه پوهنتون رییس پوهنمل علي جان عادل وایي، دغه پوهنتون اوسمهال دوه پوهنځي(زراعت او ښوونه او روزنه) لري چې په دغو پوهنځیو کې ټولټال نهه څانګې فعالې دي او محصلین پکې عملاً په لوړو زده کړو بوخت دي.
د پکتیکا پوهنتون رییس وایي، د دغه پوهنتون په دوو پوهنځیو او نهو څانګو کې ۱۷۴۲ تنه نارینه محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې ډېری یې د پکتیکا ولایت اوسېدونکي دي، خو په دې ډله کې نه د پکتیکا ولایت او نه هم د نورو ولایتونو ښځینه محصلینې شتون لري. د عادل په خبره دا چې پکتیکا یو لرې پروت ولایت دی، نو ښځینه محصلینې زړه نه ښه کوي چې دغه ولایت ته د زده کړو لپاره ولاړې شي. ښاغلي عادل د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې خپله د پکتیکا ولایت هغه نجونې چې له دوولسم ټولګیو څخه فارغې شوې دي، د لوړو زده کړو لپاره دغه پوهنتون ته نه جذبېږي، وایي: «له بده مرغه په پکتیکا کې د نجونو ښوونځي په نشت حساب دي او که وي هم، د سیمې د دود له مخې کورنۍ نه غواړي چې پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي. که څه هم د ګوتو په شمېر کورنۍ خپلې لوڼې ښوونځیو ته استوي، خو که له دوولسم ټولګي هم فارغې شي، نو د لوړو زده کړو اجازه نه ورکوي». دی وایي، په دې اړه یې د پکتیکا ولایت له والي، قومي مشرانو او مدني ټولنو سره خبرې کړې دي چې دغه ناوړه کلتور نور له منځه یوسي او پرېږدي چې نجونې هم لوړې زده کړې وکړي، تر څو د نجونو د ښوونځیو شمېر زیات شي او په راتلونکي کې پکتیکا ولایت د ښوونکو، ډاکترانو، قابلو او نورو اړوندو برخو کې پر ځان بسیا او له احتیاج څخه خلاص شي.
پوهنمل عادل وایي، په ټوله پکتیکا کې ښځینه پکتیکاواله ډاکتره شتون نه لري چې دا ډېره د افسوس خبره ده. دی وایي، که پکتیکا ته له مرکز څخه هم کومه ښځینه ډاکتره راوستل کېږي په ډېر لوړ امتیاز او په دې شرط راوستل کېږي چې ځای ځایګی به یې یوازې به مرکز کې وي. د عادل په خبره تر اوسه یې د پوهنتون په انګړ کې ښځینه محصلې قدم هم نه دی اېښی. دی وایي، د لوړو زده کړو وزارت دې ورته امکانات برابر کړي، د پوهنځیو شمېر یې دې ډېر کړي، د ښځینه محصلینو لپاره دې د لیلیې غم وکړي، تر څو ښځینه محصلینې هم په دغه پوهنتون کې د درس ویلو لپاره زړه ښه کړي او په پکتیکا والو غږ کوي چې خپلو خویندو او لوڼو ته د لوړو زده کړو اجازه ورکړي.
د پکتیکا پوهنتون رییس وایي، له دې وړاندې دوی په دغو دوو پوهنځیو کې ۳۰ استادان درلودل، خو دا چې د لسو نورو نویو استادانو د مقررۍ پروسه له لوړو زده کړو وزارت څخه د خلاصېدو په حال کې ده، نو په پکتیکا پوهنتون کې به د استادانو شمېر ۴۰ ته لوړ شي.
د عادل په خبره، پکتیکا پوهنتون د هلکانو د لیلیې لپاره کومه ځانګړې ودانۍ نه لري. دی وایي، د لیلیې لپاره خو پرېږده، ان د پوهنځیو لپاره تر اوسه رسمي ودانۍ نه لري. دی وایي، د کرنې پوهنځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې روانې دي چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته برابره شي. دغه راز د ښوونې او روزنې پوهنځی په هغه ودانۍ کې خپلې چارې مخ ته وړي، چې له دې وړاندې د وخت د پي ار ټي له خوا د یوه دارالعلوم لپاره په پام کې نیول شوې وه، چې اړتیا ته په کتو سره بیا د پوهنتون لومړنۍ چارې په کې پیل شوې. دغه راز د ښځینه محصلینو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له خوا یوه ودانۍ په پام کې نیول شوې وه او د جوړولو چارې یې هم پیل شوې وې، خو دا چې ساختماني شرکت په خپلو چارو کې پاتې راغی او پر خپل وخت یې کارونه بشپړ نه کړل، له کبله لوړو زده کړو وزارت دې ودانۍ ته ځانګړې شوې بودجه بېرته وګرځوله. دی وایي، اوس یې بیا لوړو زده کړو وزارت ته د بیا ځلي بودجې ورکولو وړاندیز کړی تر څو دغه نیم کاره ودانۍ بشپړه کړي او تر هغه وخت پورې چې یاد پوهنتون ته له لرې پرتو ولایتونو څخه ښځینه محصلینې راځي، د پوهنتون د نور چارو د پر مخ بېولو لپاره به ترې ګټه اخلي. عادل وایي، د هغو محصلینو لپاره چې له لرې پرتو ولایتونو راغلي او په شرایطو برابر دي، په میاشتني ډول بدل اعاشه ورکول کېږي.
دا چې ولې پکتیکا پوهنتون تر اوسه پورې یوازې دوه پوهنځي لري، ښاغلی عادل یې په اړه وایي، چې د تېر حکومت پر مهال د دې امکان و چې نوي پوهنځي هم د دغه پوهنتون لپاره منظور شي، خو اوسنی حکومت بیا د کمیت پر ځای دوی ته پر کیفیت ټینګار کوي. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت اوس داسې کوم پلان په لاس که نه لري چې له مخې یې کوم پوهنتون ته د نویو پوهنځیو د منظورۍ اسناد ورکړي. د عادل په خبره، دوی اوس ټول هغه معیارونه پوره کړي دي چې باید په دغه پوهنتون کې نوي پوهنځي فعال شي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې تر لوړو زده کړو وزارت او ان ولسمشر پورې خپل غږ رسولی دی. دی وایي، هڅه یې دا ده چې دا ځل په دغه پوهنتون کې دوه نور (ادبیات او شرعیاتو) پوهنځي جوړ کړي او محصلین ورته جذب کړي.
د پکتیکا پوهنتون رییس وایي، دا چې د دغه پوهنتون په لوړه کچه ډېری کارونه د خوست د شیخ زاید پوهنتون اړوندېږي، نو هغه فورمې چې د نویو پوهنځیو د منظورۍ لپاره ډکېږي، د خوست شیخ زاید پوهنتون ته سپارلې دي او هلته یې هم خپل قانوني مراحل طی کړي دي.
د پکتيکا پوهنتون محصلين وايي، د پنځو کلونو په تېرېدو سره اوس هم دغه پوهنتون ودانۍ نه لري چې له امله يې محصلين له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د پکتيکا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل محمد يار وایي، پنځه یا شپږ کاله کېږي چې په دغه ولايت کې پوهنتون جوړ شوی، خو لا هم ودانۍ نه لري. هغه وايي، محصلين اوسمهال د پوهنې رياست د دارالعلوم په ودانۍ کې زده کړې کوي. نوموړی وایي، په پکتيکا کې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري د پوهنتون د ودانۍ لپاره پیسې هم ورکړل شوې دي.
دی وایي، دوه ځلې د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې، خو د نامعلومو دلايلو له مخې کار په ټپه ودرېد. نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د پکتيکا پوهنتون لپاره دې ودانۍ جوړه کړي. د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار قومي مشران هم وایي چې حکومت بايد د پکتيکا پوهنتون د ودانۍ ترڅنګ نورو برخو ته هم جدي پاملرنه وکړي.
د پکتیکا پوهنتون تر اوسه په ټولو معیارونو برابر کتابتون نه لري او د کتابتون چارې یې یوازې په یوه کوچنۍ خونه کې پر مخ وړلې، خو د دغه پوهنتون د رییس په خبره، د ژمي په رخصتیو کې یې د کتابتون جوړول په خپل کاري لومړیتوب کې شامل کړ چې له نېکه مرغه هڅو یې رنګ راوړ. دی وایي، اوس یې د کتابتون لپاره یو تالار ځانګړی کړی. د افغانستان د علومو اکاډمۍ، شیخ زاید پوهنتون، په بهر کې د افغانستان له سفارتونو او یو شمېر نورو ټولنو سره په اړیکه کې دي او د کتابونو را ټولولو کمپاین یې پیل کړی دی. دی وایي څه موده مخکې د شیخ زاید پوهنتون په یوه بې ساري ګام کې د پکتیکا پوهنتون سره ۲۳۹۱ ټوکه کتابونه مرسته وکړه. د شیخ زاید پوهنتون او پکتیکا پوهنتون د اکاډمیکو همکاريو د تفاهم پر اساس شیخ زاید پوهنتون سرپرست پوهندوی عبدالخلیل افغاني له خوا یاد پوهنتون ته (۲۳۹۱) جلده کتابونو ورکړل شول. شیخ زاید پوهنتون اداره د پکتیکا پوهنتون سره په اکاډمیکو چارو کې د حسن همکاریو توامیت لري .شیخ زاید پوهنتون رهبري ډېری د پکتیکا پوهنتون سره اکاډمیکو چارو د ظرفیت لوړونې کې همکار دی.
پکتیکا پوهنتون په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ۹۵ تنه محصلین د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه فارغ کړي دغه راز په ۱۳۹۵لمریز کې ۲۶۷ تنه او په ۱۳۹۶لمریز کال کې یې بیا له دواړو پوهنځيو (ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځي) څخه ۳۸۴ تنه محصلین فارغ کړي دي.
له دوولسمو ټولګیو څخه فارغ شوي محصلین ځکه پکتیکا پوهنتون ته د ورتلو لپاره زړه نه ښه کوي، چې ګواکې دا یو لرې پروت ولایت دی او بل دا چې د امنیتي اړخه کېدای شي خوندي نه وي، خو د پکتیکا پوهنتون رییس وایي، سمه ده چې په پکتیکا کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی، خو د زده کوونکو، محصلینو، ښوونکو او د پوهنتون د استادانو لپاره هېڅ ډول ستونزه نشته او دوی په ډاډه زړه تګ راتګ کولی شي. دی وایي، له دوی سره د بېلا بېلو ولایتونو محصلین پر زده کړو بوخت، وخت ناوخت کور ته ځي او راځي، خو تر اوسه هېڅ داسې پېښه نه ده شوې چې محصلینو ته پکې زیان اوښتی وي او یا هم د دولت د مخالفو وسله والو ډلو لخوا درول شوي او یا هم ځورول شوي وي.
پکتیکا پوهنتون د هېواد د نورو پوهنتونونو په پرتله ډېرې ستونزې ځکه لري، چې له یوې خوا پوهنتون نوی جوړ شوی او له بلې خوا په لرې پراته ولایت کې موقعیت لري. د خلکو په او په ټوله کې د دولت له سترګو هم لوېدلی دی. د دغه پوهنتون رییس وایي، پکتیکا د خلکو په ذهنونو کې یو بل ډول تصویر لري، په اصل کې پکتیکا ولایت له ښه امنیت برخمن دی، خلک یې له زده کړو سره مینه لري او غوښتنه یې دا ده چې دغه پوهنتون ته هم د هېواد د نورو پوهنتونو په څېر پاملرنه وشي. عادل وایي، پکتیکا پوهنتون په غیر دولتي ځمکه کې جوړ شوی او له لوړو زده کړو وزارت څخه یې غوښتنه دا ده چې دغه ځمکه د دولت اړونده وګرځوي او د یوې پرمختللې ودانۍ چارې یې پیل کړي. د کتابتون، لیلیې، سپورتي میدانونو، جمنازیوم، اوبو، برېښنا، انټرنېټ او لابراتوار نه شتون هغه اساسي ستونزې دي چې اوسمهال یاد پوهنتون ور سره مخ دی. د پوهنتون رییس له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د نورو ولایتونو په پرتله د دغه ولایت پوهنتون ته پاملرنه وکړي تر څو په خپلو پښو ودرېږي.