وويل، چې امريکا به د ارام سمندري سيمې د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وکړي او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې او د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ د پياوړتيا په برخه کې به د دې سيمې له هېوادونو سره همکارۍ وکړي. د شنونکو په اند دغې غونډې د سپتمبر په پای کې په واشينګټن کې د امريکا او د ارام سمندر د ټاپوګانو د هېوادونو ترمنځ د لومړۍ سرمشريزې لپاره بنسټ اېښی دی.
تش په نامه د (PBP) سازمان د روان کال په جون کې جوړ شوی، چې اصلي غړي هېوادونه يې امريکا، بريټانيا، استراليا او جاپان دي او هند د کتونکي هېواد په توګه ګڼل کيږي. که څه هم دغه سازمان ادعا کوي، چې غړي هېوادونه به يې د اقليمي بدلون، سمندري امنيت او روغتيا په برخو کې د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي، خو واقعي موخه يې دا نه ده. د امريکا خبري رسنيو دې ته په اشارې سره ويلي، چې د (PBP) موخه په جنوبي ارام سمندري سيمه کې د چين د زياتېدونکو اغېزو مخنيوی دی.
سربېره پردې دا هم د پاملرنې وړ ده، چې امريکا له روان کال راهيسې په فعاله توګه د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره ډيپلوماتيک تګ راتګ ډېر کړی دی. د روان کال په فبرورۍ کې بلينګن له ۳۷ کلونو راهيسې د امريکا د بهرنيو چارو لومړی وزير دی چې فيجي ته يې سفر کړی دی. د همدې کال په اپرېل کې د امريکا د سپينې ماڼۍ د دولتي امنيتي کميټې د هند او ارام سمندر سيمې د چارو همغږی کوونکي کورت کمپبل د يوه پلاوي په مشرۍ د سليمان له ټاپوګانو څخه ليدنه وکړه او د همدې کال په جولای کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاريس اعلان وکړ، چې امریکا به د ارام سمندر په سيمې کې دوه نوي سفارتونه جوړ کړي. تر هغه وروسته په اګست کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مرستیالې ویندي شرمين د دې سيمې د ټاپوګانو له هېوادونو څخه بيا ليدنه وکړه.
حقيقت دا دی، چې د امريکا په جيوپوليتيکې نقشه کې دوی جنوبي ارام سمندر ته ډېره پاملرنه ونه کړه، نو ولې اوس د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی؟ د امريکا د استازو جرګې غړي ستيف چابوټ په دې اړه خپل نظر څرګند کړی او ویلي یې دي: چين د روان کال په پيل کې د سليمان ټاپوګانو له هېوادونو سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړ، چې دې کار پر امريکا فشارونه واچول.
کورت کمپبل همدارنګه منلې، چې په ارام سمندر کې د امريکا د ډيپلوماتيکو عملياتو پياوړتيا ستراتيژيک لاملونه لري.
له دې څخه ښکاري، چې د ارام سمندر د ټاپوګانو په هېوادونو کې د امريکا د ډيپلوماتيکو سرچينو اچونه د جيوپولتيکو او ستراتيژيکو سياليو پر بنسټ ده او موخه يې له چين سره مقابله ده . د فيجي صدراعظم فرانک بینیماراما ويلي، چې زمونږ تر ټولو لويه اندېښنه جيوپوليتيک نه، بلکې اقليمي بدلون دی. د استراليا د لويي څېړنيز مرکز څېړونکي ميها سولا دې ته اشاره وکړه، چې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو له امريکا څخه کرکه کړې، چې دوی په جيوپوليتيکو سياليو کې د پياده په توګه کاروي.
په عين وخت کې امريکا تل له بهرنيو هېوادونو سره د مرستو ژمنې کړې، خو ژمنې يې نه دي عملي کړې. د هاوايی پوهنتون پروفيسور تيرنس ويسلي سميس ويلي، چې د دې سيمې مشران پر دې ښه پوه شوي، چې که د امريکا ډيموکراتيک ګوند د ۲۰۲۲م کال د منځنې مودې په ټاکنو کې ناکام شي اويا اوسنی ولسمشر په ۲۰۲۴م کال کې خپلې مودې ته دوام ورنه کړي، نو واشينګټن به له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې خپله کړې ژمنه بدله کړي.
سربېره پردې تر اوسه پورې امريکا د يادو هېوادونو پر وړاندې پوروړې ده. لامل يې دا دی: له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته امريکا او بريټانيا په ارام سمندري سيمه کې اټومي ازمايښتي مرکزونه جوړ کړي، چې له دې کبله سيمه ييز وګړي زيانمن شوي دي، خو تر اوسه پورې دغو دواړو هېوادونو د خپلو جرمونو له امله له سیمه يیزو خلکو څخه بښنه نه ده غوښتې او هغوی ته يې تاوان نه دی ور کړی، بلکې په استعماري رويې سره د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونه د خپلو ځواکونو د چوکاټ په توګه بولي او سيمه يیزو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې له نورو هېوادونو سره عادي تګ راتګ وکړي.امريکا چې تل د بادارۍ د لټولو په هڅه کې ده، د باور وړ نه ده.