د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد په لرې پراته ختیځ ولایت کې د لاسي بم چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د خبروفسک ښار چارواکو ویلي چې مشکوک وګړي په یوه دفتر کې غلا کوله او لاسي بم چې ورسره و چاودنه یې کړې ده. په خپله مشکوک د پېښې په ځای کې وژل شوی او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې په ټپیانو کې دوه هغه یې ښځې دي.