د پاکستان د بلوچستان ايالت د ډبرو سکرو په يوه کان کې د ګازو چاودنې درې کان کيندونکي مړه کړي دي. دغه چاودنه پرون د بلوچستان ايالت په دُکۍ کې د ډبرو د سکرو په يوه کان کې شوې ده. چارواکي وايي، دغه کان کيندونکي د سوځېدنې له کبله مړه شوي او د ژغورونکو تر څو ساعته پلټنې وروسته يې مړي وموندل شوي دي. ويل کېږي چې درې واړه مړه شوي کان کيندونکي افغانان دي. څو میاشتې مخکې هم د پاکستان په شمال لوېديځ کې د ډبرو د سکرو د يوه کان د چت د نړېدو له کبله ٩ کان کيندونکي مړه او ٤ تنه نور ټپيان شوي وو. پاکستان چارواکي وايي، په دغسې پېښو کې هر کال د کانونو شااوخوا ٢٠٠ کارګران مري.