د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، گواښ کړی که د امریکا او مکسیکو ترمنځ په پوله د دیوال جوړولو لپاره پوره بودجه تصویب نشي حکومت به یې د مکسیکو سره د هیواد جنوبي سرحدونه په بشپړه توگه وتړي. ټرمپ تېره ورځ په خپل ټویټر لیکلي، که دموکراتان د مکسیکو سره د سرحدي دیوال لپاره د پام وړ بودجه تصویب نکړي او د هغه په وینا د مهاجرت په هکله خپل د خندا وړ سیاست بدل نکړي، حکومت به اړ شي چې د مکسیکو سره پوله وتړي. په یو بل ټویټ کې ټرمپ لیکلي چې امریکا په تېرو کلونو کې د نفتا د سوداگریز تړون په خاطر په میلیاردونو ډالر تاوان کړی دی. په تېرو ورځو کې د امریکا د فدرالي حکومت ځنې ادارې د بودجې پر سر د سپینې ماڼۍ او کانگرس ترمنځ د جنجال له امله تړل شوي دي.