په مصر کې لرغونو اهراماتو ته نېږدې د بهرنیو سېلانیانو پر یوه بس چاودنه شوې ده، چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي چې وژل شوي سیلانیان ویتنامیان دي او په ټپیانو کې هم لس تنه د دغه هېواد وګړي دي. پولیسو ویلي دي چې د دې چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي دي. دا په تېرو دوه کلونو کې لومړۍ ځل دی چې په قاهره کې بهرني سیلانیان په نښه کېږي.