د چين مېډيا ګروپ پرون د چين له هوا وې تکنالوژۍ شرکت او دريو لويو مخابراتي شرکتونو يعنې چاينا تليکم (China Telecom)، چاينا موبايل (China Mobile) او چاينا يونيکم (China Unicom) سره د دغه هېواد د لومړني 5G نوي مېډيايي پلاټفورم د جوړولو په اړه د همکارۍ چوکاټي تړون لاسليک کړ.
د ياد تړون له مخې به د چين د مېډيا ګروپ او يادو څلورو شرکتونو په ګډې همکارۍ سره يو 5G لابراتوار جوړ شي چې د 5G تخنيک په استفادې سره د 4K Ultra HD ويډيوګانو لېږل اصلاح او پياوړی شي. له دې مخکې د چين مېډيا ګروپ او يادو څلورو شرکتونو په بريالۍ توګه د دريو مياشتو لپاره د ويډيوګانو د لېږلو په برخه کې 5G تخنيک ازمويلی و.
5G په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی مخابراتي تخنيک بلل کيږي. د دغه ډول تخنيک انتقالوونکی موثريت ډېر لوړ او ظرفيت يې ډېر زيات دی او استفاده به يې په مېډيايي چارو کې د چټک پرمختګ سبب شي.