ترکيې د سوريې په شمال کې منبیج ښار ته د دغه هېواد د حکومتي ځواکونو د داخلېدو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د سوريې کردان دا حق نه لري چې د دغه هېواد له حکومته ملاتړ وغواړي.
ترکیه د سوريې کرد وسله واله ډله یو ترورېستي سازمان بولي او اردوغان په روانه میاشت کې ګواښ کړی و چې د سوريې په شمال کې به د کرد وسله والو پر ضد پراخ پوځي عملیات وکړي.
د روسيې حکومت بیا په منبیج ښار کې د سوريې د حکومتي ځواکونو ځای پر ځای کول مثبت بللي دي .
د کرېملېن ویاند دیمتري پېسکوف په یوه بیان کې وویل چې په منبیج کې د سوريې د حکومتي ځواکونه ځای پر ځای کېدل به د سیمې په ثبات کې مرسته وکړي.
د سوريې کرد وسله والو د سوريې له حکومته وغوښتل چې د ترکيې د پوځ د ګواښونو پر وړاندې له دوی ملاتړ وکړي او منبیج ښار ته خپل ځواکونه ولېږي.
کردانو دا غوښتنه له سوريې د امریکايي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته کړې ده.
د کردانو وای پي جي وسله والې ډلې تر دې مخکې پر فرانسې هم غږ کړی و چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته دې په سوریه کې خپل پوځي حضور پراخ کړي.
د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې ډسمبر په ۱۹مه اعلان وکړ چې له سوريې ټول امریکايي سرتېري باسي.
په متحده ایالتونو او بهر نړۍ کې د امریکا متحدانو د ولسمشر ټرمپ پر دې پرېکړه سختې نیوکې وکړې او خبرداری يې ورکړ چې دغه ګام به په سوریه کې ایران او روسيې ته بری ورکړي.
ایران او روسیه د سوريې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد له حکومته ملاتړ کوي او ترکیه بیا د هغو وسله والو پلوي کوي چې د اسد د رژیم پر ضد جنګېږي.
په همدې حال کې په لندن کې مېشتې د سوريې د بشري حقونو ډلې ویلي، د سوريې شاوخوا درې سوه سرتېري منبیج ته داخل شوي، خو د دې لپاره چې لا هم دلته امریکايي او فرانسوي ځواکونه شته، د سوريې عسکر د ښار مرکز ته نه دي داخل شوي.