د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، په جیزه او شمالي ښار سینا کې یې د ترهګرو پر درېیو پټنځایونو بریدونه کړي او ۴۰ کسان یې وژلي. د مصر دولتي ټلویزیون د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي، ترهګرو ډلو پلان درلود چې پر دولتي ادارو، د سیلانیانو پر سیمو، امنیتي ځواکونو او کلیساګانو یو لړ بریدونه وکړي. د مصر د کورنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې پولیسو په دې عملیاتو کې ګڼې وسلې، چاودېدونکي توکي او بم جوړونکي وسایل نیولې دي. د جمعې په ورځ د مصر اهرامونو ته نېږدې د ویتنامي سیلانیانو پر یوه بس بمي چاودنه وشوه. په پېښه کې درې ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري لارښود ووژل شول. یوولس نور ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري موټر چلوونکي په دې چاودنه کې ټپیان شوي وو. تر همدې وروسته مصري پولیسو د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پيل کړي دي.