نن شاوخوا لس نیمې بجې د لوګر د والي انور خان اسحاقزي پر لېږدوونکي موټر ځانمرګی برید وشو، چې د والي اته ساتونکي پکې وژل شوي دي. د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي ویلي چې پېښه د ځانمرګي برید له امله د محمد اغې ولسوالۍ په سفېد سنګ سیمه کې رامنځ ته شوې خو والي ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی. دده په وینا په دې پېښه کې د والي اته ساتونکي وژل شوي او لس نور ټپیان دي. په وژل شویو کې د ملي امنیت منسوبین هم شامل دي. امنیتي چارواکي وایي، د پېښې ټپیان کابل ته لېږل شوي دي. ددې برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده. طلبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې یاد برید یې پر ځانګړو ځواکونو کړی دی.