ولسمشر غني وایي د افغانستان تاریخ ته په کتو هیڅ هېواد په افغانستان کې د یو مقتدر او خپلواک دولت شتون نه دی منلی او له دې وروسته یې هم نه مني ،خو په خبره یې دا د افغانانو په اراده پورې اړه لري او افغانان به دا کار خپله کوي او داسې یو مقتدر نظام به رامنځته کوي چې ګاونډي هېوادونه ورته ګوته په غاښ پاتې شي. نوموړي چې د خپلې کاندیداتورۍ په مراسمو کې نن وينا کوله ويې ويل، افغانان د سولې غوښتونکي دي او داسې سوله غواړي چې د دوی ټول حقونه پکې خوندي وي. نوموړي دغه راز وویل، حکومت په خپل ټول توان هڅه کوي چې تېرې لاسته راوړنې خوندي وساتي. هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې که طالبان غواړي پاکستان یې استازیتوب وکړي نو افغان حکومت به له پاکستان سره خبرې وکړي. هغه په خپلو خبرو کې د موقت حکومت طرحې ته په اشارې وویل ځینې خلک احمقانه طرحې لري چې هغه خلک د ده د شاګردانو لیاقت هم نه لري او افغانان به هیڅکله دې ناکامې طرحې ته اجازه ورنه کړي. ولسمشر غني نن له خپلو دوو مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش سره یو ځای راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه