یو شمېر باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن په پلازمینه دوحه کې له طالب استازو سره ګوري. طالب سرچینو هم بي بي سي ته ددغه خبر پخلی کړی دی. دغه سرچینو ویلي چې طالبان به په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تر دې وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې له زلمي خلیلزاد سره د خبرو د ځنډولو خبرداری ورکړی و. دوی په سعودي کې له خلیلزاد سره یوه لیدنه ځکه لغوه کړه، چې په وینا یې امریکا په لومړنۍ اجنډا کې تغیر راوستی او ځينې هېوادونه پر طالبانو د فشار هڅه کوي. طالبانو همدا راز ویلي وو، چې که امریکا رښتینې سوله غواړي نو مخامخ دې له طالبانو سره خبرې وکړي او له بېځایه فشارونو دې ډډه وکړي. طالبانو په دوحه کې د نننۍ لیدنې په اړه رسما څه نه دي ویلي.