لوړپوړي امریکايي نظامي چارواکي د افغان سولې په اړه له پاکستاني اړخ سره کتلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل پاکستان ته تللی دی او په اسلام اباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي. نوموړي په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه له پاکستاني چارواکو سره بحثونه لرلي دي او له دغه هېواد یې غوښتي چې د سولې په راوستو کې خپله همکاري وکړي. ووټل د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه د ټولو مسوولیت بللی دی خو تر څنګ یې په افغانستان کې د سولې پر مذاکراتو هم ټینګار کړی دی. په دې وروستیو کې پاکستان ته د امریکايي چارواکو سفرونه ډېر شوي دي. په همدې څلورو ورځو کې زلمي خلیلزاد او د امریکا د ملي امنیت شورا مرستیالې، مهمو سناتورانو او اوس جوزف ووټل اسلام اباد ته سفرونه کړي دي. په دې سفرونو کې د امریکايي چارواکو تر ټولو ډېر تمرکز پر افغان سوله او دلته د روانې جګړې پر ختمولو و.