د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ دقیقې ځانمرګي بریدګر د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ملي امنیت پر یوه قطعه ځانمرګی برید کړی دی. امنیتي سرچینې وايي په لومړي سر کې یو ځانمرګی له هاموې ټانک په استفادې د ملي امنیت قطعې ته ننوتلی دی او هلته یې چاودنه کړې ده. ورپسې په سراچه ډوله موټر کې درې ځانمرګو بریدګرو هڅه کوله چې دغه قطعې ته د ننه شي خو د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي. د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې د پېښې له سیمې ۲۸ ټپیان او ۱۲ جسدونه وروړل شوي دي. ددغه ریاست چارواکو ویلي چې په ټپیانو او وژل شوو کې تر ډېره نظامیان شامل دي. د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک بیا ویلي، چې په پېښه کې تر پنځوسو پورې افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. وسله والو طالبانو ددې پېښې مسوولیت منلی دی. ځينې سرچینې بیا تلفات تر دې هم لوړ ښيي.