د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ویلي، چې دوی له ټولو ستونزو او محدودیتونو سره سره بیا هم د افغانستان سولې ته ژمن دي او په دې برخه کې همکاري کوي. دده په وینا د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره حیاتي مسئله ده او پاکستان هڅه کوي په دغه هېواد کې د جګړې په پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي. نوموړي وروسته له دې دغه څرګندونې کړې چې له امریکايي جنرال جوزف ووټل سره یې پر افغان سوله خبرې وکړې. باجوه ویلي له ووټل سره یې ژمنه کړې چې افغانستان ته به د سولې په راتګ کې خپلې هڅې نه سپموي.