په میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت پر مرکز وسله وال برید پای ته رسېدلی دی. د یاد ولایت د پولیسو ویاند ویس صمیمي وایي نن سهار د ملي امنیت پر ځانګړو ځواکونو د شوي برید په پایله کې شاوخوا ۲۰ د ملي امنیت ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هغه په خبره د مرګ ژوبلې کره شمېر لا هم معلوم نه دی. نوموړی همدارنګه وايي چې په منفجره موادو بار یوموټر يې شنډ کړی او د درې ځانمرګو برید ګرو په وژلو سره برید پای ته رسيدلي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا ریاست وايي چې د پېښې له سیمې ۲۸ ټپیان او ۱۲ جسدونه وروړل شوي دي. ددغه ریاست چارواکو ویلي چې په ټپیانو او وژل شوو کې تر ډېره نظامیان شامل دي. د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک بیا ویلي، چې په پېښه کې تر پنځوسو پورې افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. وسله والو طالبانو ددې پېښې مسوولیت منلی دی. ځينې سرچینې بیا تلفات تر دې هم لوړ ښيي.