زلمي خلیلزاد د دوحې د غونډې معلومات له ولسمشر غني سره شریک کړي دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر ماښام ناوخته ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد د سولې په اړه پر پرمختګونو بحثونه وکړل. زلمي خلیلزاد په دې لیدنه کې ویلي چې په نړیوالو رسنیو کې د افغان سولې په اړه خپاره شوي راپورونه او ګنګوسې ناسمې دي. دده په وینا له طالبانو سره د افغان حکومت د جوړښت او یا هم موقت حکومت په اړه هېڅ راز بحث نه دی شوی. دده په وینا له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو او اوربند په اړه هم خبرې شوې دي خو تر دې دمه دواړه لوري کومې پایلې ته نه دي رسيدلي چې په همدې موخه د خبرو بل پړاو ته په تمه دي. هغه ټینګار کړی چې موخه یې یوازې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو پيلول دي. خلیلزاد یو ځل بیا ويلي چې تر بین الافغاني مذاکراتو پرته په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات نه شي ټینګېدلی نو طالبانو ته هم په کار ده، چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره تیاری ونیسي.