طالبان او امریکا ځينو هوکړو ته رسېدلي خو له خپلو مشرانو سره تر مشورې وروسته به یې لاسلیک کړي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ددغه رژیم د مالیې وزیر معتصم اغا جان وايي چې طالبان او امریکا یو لړ مهمو هوکړو ته رسېدلي او یا نږدې شوي دي، چې له خپلو مشرانو سره تر مشورې وروسته به طالبان او امریکا دغه هوکړې لاسلیکوي. د معتصم اغا جان په وینا د ملا برادر د ټاکل کېدو موخه هم دا ده، چې نوموړی په سیاسي مسایلو کې وارد کس دی او د طالبانو ټولې سیاسي چارې به هغه تنظیموي. دده په خبره ملا برادر د طالبانو په لیکو کې هم پراخ نفوذ لري او دده سیاسي پرېکړې به د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي. معتصم اغاجان زیاته کړې چې طالبان غواړي روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي او د ملا برادر ټاکل کېدل هم د همدې مسئلې لپاره ښه ثبوت دی. ملا برادر د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مرستیال و، چې په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې ونیول شو. پاکستاني پوځ هغه د زلمي خلیلزاد په هڅو له بند ازاد کړ او اوس د طالبانو له لوري د قطر دفتر مشر ټاکل شوی دی.