د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان د لګېدلو له امله دوه ملکي کسان وژل شوي دي. د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې هاوان د وسله والو طالبانو لهخوا توغول شوى چې له امله یې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي دي. پېښه تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په سپین مسجد سیمه کې شوې ده چې د راپورونو پر اساس د افغان ځواکونو لهخوا په کې پوځي عمليات روان دي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. په دې وروستیو کې په هلمند کې د جګړې د دواړو غاړو له خوا په بریدونو او جګړو کې ملکي تلفات ډېر شوي دي.