تېر کال په بېلو امنیتي پېښو کې تر شپږ زره ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالتغوښتنې ګروپ ویلي چې تېر کال په هېواد کې د بېلو امنیتي پېښو له امله (۶۶۸۷) ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینې په وینا له دې ډلې (۲۶۱۵) ملکیان وژل شوي او (۴۰۷۲) ملکیان ټپیان دي. دغه ګروپ وایي چې تېر کال یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه څېړنې کړې دي خو ډېرې داسې سیمې به وي چې هلته د جګړو او نورو پېښو له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه نه وي ورکړل شوي. دغه ګروپ د خپل راپور په یوه برخه کې بیا وايي چې د تېر ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې په څلوېښتو ځانمرګو بریدونو کې بیا (۲۴۰۲) ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یادې ډلې یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.