افغانستان به راتلونکې میاشت د چابهار بندر له لارې هند ته خپله لومړنۍ کارګو واستوي. مهر اژانس د ټرانسپورټ وزارت د بهرنیو اړیکو د مسوول حسن مبارک عزیزي له قوله ویلي چې په یاد بندر کې د نړیوال ترانزیټ سیسټم (TIR) له فعالېدو وروسته به دا هند ته له همدې لارې د افغانستان د صادراتو لومړنۍ جوپه وي. د راپور له مخې په دې کارګو کې به پنځه کانټینرونه وي چې هر یو یې ۲۲ ټنه وزن لري. د چابهار له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو لېږد کم لګښت لري او په پام کې ده چې له دې وروسته له همدې لارې هند ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي. دا په داسې حال کې ده چې ایران، هند او افغانستان د 2016 کال په مې میاشت کې په تهران کې د چابهار بندر د پراختیا درې اړخیزه موافقه لاسلیک کړه ترڅو د درې واړو هیوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې لا ښې او پیاوړې شي.