د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې ضمیر کابلوف تېره ورځ اسلام اباد ته تللی دی او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي. پاکستاني سرچینو رسنیو ته ویلي روسیه د افغان سولې په برخه کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه لري نو له همدې امله کابلوف په پاکستان کې له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي. ددوی په خبره کابلوف ټینګار کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرو ته باید زمینه برابره شي او په دې توګه د افغانستان د بې ثباتۍ مخه ونیول شي. بل پلو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي او ددې پلویان دي چې ژر تر ژره افغانستان په یوه امن او با ثباته هېواد بدل شي.




































