د امریکا ددفاع سرپرست وزیر پيټرک شناهن پرون په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې تر دې دمه یې له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو امر نه دی کړی. نوموړي په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي. شناهن همدا راز ویلي چې د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد خبرې ګټورې وې نو ځکه دوی هم ددې خبرو پایلو ته منتظر دي. دده په وینا راتلونکې اونۍ به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو په اړه لا ډېر معلومات رسنیو ته ورکړي. په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم له شناهن سره په ګډه خبري غونډه کې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه ویلي چې دوی په دې کار کې بېړه نه کوي. دده په وینا بهرني ځواکونه نه د تل لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي او نه هم په ډېره بېړه له دغه هېواد وځي.




































