په امریکایي حکومت کې یو شمېر سرچینې وایي دوی د سرتېرو ایستلو ته ژمن دي. رویټرز ته په امریکایي حکومت کې مهمو چارواکو د نامه نه ښودو په شرط ویلي چې دوی له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستلو ته ژمن دي او دا مسایل په جدي توګه مطرح کېږي. دغه چارواکي ویلي چې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی نو دوی هم د سرتېرو ایستل حتمي کړي. دغه امریکایي چارواکي ویلي چې د اوربند او سرتېرو د ایستلو په اړه له طالبانو سره لا ډېرو مذاکراتو ته اړتیا شته ده، خو د ټرمپ حکومت په هر حالت کې دې ته ژمن دی چې خپل پوځیان له افغانستان وباسي. دغه سرچینې ټینګار کړی چې له طالبانو سره به د امریکا خبرې دوام کوي او یوې سمې پایلې ته به رسېږي.




































