پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف له امریکا غږ اشنا سره په مرکه کې ویلي طالبان ټینګار کوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي. دده په خبره افغان حکومت د سولې په اړه واضح دريځ نه لري او د ولسمشر پرونۍ څرګندونې ددې خبرو ښه ثبوت دی. دده په خبره ولسمشر غني د سولې د ادبیاتو پر ځای طالبانو ته د پيغور ادبیات وکارول او خپل حکومت یې په ټولو چارو کې مستقل وباله. ضعیف وایي، افغان ولسمشر داسې وښوده، چې ګواکي طالبان ګوډاګۍ ډله ده او له افغان حکومت سره د مستقلې ډلې په توګه خبرې نه شي کولی. عبدالسلام ضعیف وایي افغان حکومت ته په کار ده، چې د خپلو واضح سیاستونو پر مټ د سولې لپاره تیاری ونیسي او طالبان له جګړو را وګرځوي. دده په خبره که افغان ولسمشر د سولې غوښتونکی دی نو خپلو څرګندونو ته دې متوجه وي او له نرم سیاست دې کار واخلي.




































