د ملي یووالي د حکومت پخواني چارواکي او په ټاکنیز ټکټ کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال د زلمي خلیلزاد پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. امر الله صالح پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي دي د افغانستان د سولې کیلۍ په کابل کې نه ده. دده په وینا افغان جګړه له بهره پر افغانانو تحمیل شوې ده او ددې جګړ تر څټ په سیمه کې د سترو استخباراتي شبکو لاسونه دي. هغه ویلي اوس له افغان حکومت سره د سولې هڅه نه ده روانه، بلکې پاکستان او ددغه هېواد استخباراتي ادارې دا هڅه پیل کړې چې افغان حکومت تسلیم کړي او طالبان واک ته ورسوي. هغه پر افغانانو غږ کړی چې په داسې حساسو شرایطو کې له پوره احتیاط کار واخلي، ځکه بهرنیان غواړي د ۹۰مې لسیزې سناریو یو ځل بیا په کابل کې تکرار کړي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا ته د طالبانو له لوري د سولې طرحه نه ده ورکړل شوې بلکې په راولپینډۍ کې د څو پاکستاني جنرالانو له لوري جوړه شوې طرحه خلیلزاد ته ورکړل شوې چې موخه یې هم د افغان حکومت تسلیمول او ددغه حکومت اشیې ته کول دي. امر الله صالح ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې قوي حکومت نه غواړي نو ځکه هڅه کوي د طالبانو پر مټ خپل پلانونه په افغانستان کې عملي کړي.




































