د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۶ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي. د یاد ولایت امنیتي چارواکي وایي چې دا برید تېره شپه په شولګره ولسوالۍ کې د سمیه ییزو پولیسو پر پوسته شوی دی. چارواکي زیاتوي چې طالبانو د یادو سیمه ییزو پولیسو تر وژلو وروسته پوسته هم سوځولې ده. طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې برید کې یې ۶ سیمه ییز پولیس وژلي دوه تنه ټپیان او یو یې ژوندی نیولی دی، خو امینتي چارواکو د مجاهد څرګندونې تبلیغات بللې دي.



































