د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې له طالبانو سره د امن په چوکاټ اصولي موافقه شوې ده خو د دې جزیات لا نور کار ته اړتیا لري. خلیلزاد په کابل کې نیویارک ټایمز سره مرکه کې ویلي، دوی د هوکړې د چوکاټ مسوده تیاره کړې ده، خو لا نور کار ته اړتیا شته ده. نوموړي وړاندې تر دې ویلي وو چې طالبانو دوی سره دا ژمنه کړې چې هغه ټول ضروري ګامونه به اخلي چې افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره امن ځاله نه شي. په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني استازي جېمز ډابینز هم له جزیاتو پرته ویلي چې له طالبانو سره اصولي موافقه شوې ده. د ویلو ده چې خلیلزاد وړاندې تر دې افغاني رسنیو سره خبرو کې ویلي وو چې طالبانو سره خبرو کې پرمختګ شوی دی خو پر کوم څه یې هوکړه نه ده کړې.




































