د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د افغان سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل د ويلي، کابلوف چې پرون اسلام اباد ته رسېدلى و، نن سهار يې لومړى د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې تهمينه جنجوعه سره ليدلي دي. فيصل وايي، کابلوف وروسته د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره هم وليدل. د هغه په وينا، ددې ليدنې پر مهال کابلوف په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د رول او همکاريو ستاينه کړې او په دې برخه کې یې د یاد هېواد هڅې مهمې بللې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې د افغانستان سوله د ټولې سيمې لپاره ګټوره ده او پاکستان به په دې برخه کې خپل رول ادا کړي.




































