د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ ناوخته د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خپل دفتر کې کتلي دي. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې د پرمختګ په اړه خپل نظرونه تبادله کړل. حامد کرزي سوله د افغانستان د خلکو لومړنۍ هیله او مرام وباله او د سولې لپاره یې د خلیلزاد هڅې مثبتې وبللې. پخواني ولسمشر دغه راز سولې ته د رسېدو لپاره، خلیلزاد ته د هر اړخیزې همکاري ډاډ هم ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر خبرو وروسته کابل ته راغلی دی.




































