د امریکا سنا هڅه کوي له افغانستان او سوریې د امریکایي ځواکونو د وتلو مخه ونیسي. د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر مک کونال مولس وایي دی کوښښ کوي داسې یوه طرحه د سنا پر غړو تایید کړي چې له مخې یې ټرمپ و نه شي کړی خپل ځواکونه له افغانستان او سوریې وباسي. دده په وینا په افغانستان او سوریه کې لا هم ترهګرې ډلې فعالیت کوي او دغه ډلې نه یوازې امریکا بلکې همدا اوس هم د امریکا متحدو هېوادونو ته ګواښ دي. د نوموړي په وینا تر هغه چې ترهګرې ډلې ماتې شوې نه وی او یا هم له دوی سره امریکایي حکومت سیاسي جوړجاړي ته نه وي رسېدلی اجازه نه ورکوي چې امریکايي ځواکونه له یادو داواړو هېوادونو ووځي. دده په خبره دی به کوښښ کوي چې د سناتورانو پر مټ د ټرمپ د حکومت ددغه بې وخته اقداماتو مخه ونیسي.




































