د امریکا د ملي استخباراتو اداره وایي په افغانستان کې هېڅ یو لوری هم د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدلی. ددغه ادارې مشر ډان کوټس تېره ورځ سنا ته بلل شوی و او هلته یې امریکا ته د متوجه امنیتي ګواښونو په اړه معلومات ورکړل. دده په خبره د امریکايي استخباراتو ارزونه ښيي چې په افغانستان کې به هېڅ لوری هم د جګړې له لارې بریالی نه شي. هغه زیاته کړې پاکستان لا هم په کشمیر او افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ ته ادامه ورکوي او د دوی پر مټ په افغانستان او هند کې جګړې پر مخ وړي. هغه ټينګار کړی چې پاکستان به د طالبانو ملاتړ پرې نږدي نو ځکه ددې احتمال شته چې دغه جګړه اوږده شي. ده یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو له ملاتړه را وګرځول شي او په افغانستان کې روانې ستونزې ته سیاسي حل پيدا شي.



































