په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر واشنګټن پوسټ ته پخپله یوه تازه لیکنه کې ویلي چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو اوسنۍ روانه بڼه د سولې په مانا نه بلکې د تسلیم په مانا ده. دده په وینا په دې خبرو کې باید افغان حکومت شامل وای او امریکا باید په هغه صورت کې د طالبانو خبرې منلې وای، چې دوی له افغان حکومت سره مذاکراتو ته تیاری ښودلی وای. دده په خبره امریکا د طالبانو د هرې خبرې منل پیل کړي دي په داسې حال کې چې په افغانستان کې اوولس کاله له دغه ډلې سره جګړه شوې ده او اوولس کاله امریکایي او افغان ځواکونو قرباني ورکړې ده. هغه د مذاکراتو پر اوسنۍ بڼه نیوکه کړې ده او وایي امریکا ته په کار ده، چې خپل دریځ ثابت وساتي او د افغان حکومت استقلالیت ته درناوی وکړي. دده په وینا مذاکرات باید د افغان حکومت په حضور کې ترسره شي او امریکا باید پر طالبانو دا خبره ومني.




































