د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني د افغانستان د سولې د عالي شورا له رئیس کریم خلیلي سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې دوحه هڅه کوي، څو طالبان له افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته چمتو کړي. دسولې عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم ویلي، دغه قطري ډیپلوماټ په کابل کې له محمد کریم خلیلي سره کتلي دي او د هغه څه په اړه یې چې په دوحه کې تېر شوي معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې طالبان به بینالافغاني خبرو ته چمتو کړي. تردې مخکې القحطاني په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې شوې دي.




































