د سالنګ لویه لار د واورې اورښت له امله د ټیلر موټرونو پر مخ تړل شوې ده. د یادې لارې د مراقبت او ساتنې رییس عبدالبصیر حبیبي ویلي چې دا لاره د سختې واورې ورښت او توفان له امله د لویو موټرو پر مخ تړل شوې ده. هغه ویلي چې په یاده سیمه کې تر ۲۵ سانتي مترو پورې واوره شوې ده او لا هم اوري. حبیبي زیاته کړې چې د دوی کارکوونکي د لارې پاکولو ته منتظر دي، د واورې له درېدو سره سم به یې د پاکولو چارې پیل او د لارې له خلاصون وروسته به پرې موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.



































