شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د مسکو ناسته؛ افغان حکومت ته بل سرخوږی

ذاکر جلالي

سپتمبر 26, 2018
in تحلیل
0 0

روسیه د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر راهیسې د افغان سولې په تړاو ځانګړې لېوالتیا ښيي. د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر میاشت کې يې په لومړي ځل د افغان سولې په اړه داسې غونډه رابللې وه، چې نور ګډونوال یې چین او پاکستان وو. افغان حکومت ته په هغې غونډه کې بلنه نه وه ورکړل شوې چې همدا کار د دې لامل شو، څو افغان حکومت احتجاج وکړي. د ۲۰۱۶ کال وروستۍ میاشتې هغه وخت و، چې د سیمې هېوادونو ترمنځ غیر رسمي اجماع په لومړنیو پړاوونو کې وه.

روسیې وروسته د دغو ناستو لړۍ وغځوله. د ۲۰۱۷ کال په فبروري کې مسکو دویمه ناسته راوبلله. په دویمه ناسته کې يې پر افغان حکومت سربېره، پاکستان، هند، چین او ایران ته هم بلنه ورکړه. د هغې ناستې په دوام یې د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې درېیمه ناسته راوبلله چې د متحدو ایالتونو په ګډون یې د سیمې یوولسو نورو هېوادونو ته هم پکې بلنه ورکړې وه، خو متحده ایالات تیار نه شول چې په دې ناسته کې ګډون وکړي. امریکايي چارواکو د نه ګډون لامل دا په ګوته کاوه چې د غونډې د اجندا او موخو په تړاو ورسره وار له مخه سلا مشوره نه ده شوې. وروسته امریکايي چارواکو روسیه پر دې هم تورنه کړه چې ګواکي هڅه کوي طالبانو ته مشروعیت ورکړي.

د مسکو لېوالتیا

د سپټمبر د یوولسمې پېښې پرمهال د سړې جګړې له پای ته رسېدو یوه لسيزه تېرېده. پوتین په ۱۹۹۹ کال کې واک ته رسېدلی و. که څه هم پوتین د روسيې د بیا راپورته کېدو خوبونه لیدل، خو له امریکایانو سره یې له ټکره ځان په څنګ ساته. پر افغانستان د امریکا یرغل که څه هم ښايي روسيې ته ډېر په زړه پورې نه و، خو بیا یې هم د امریکا د اقدام ملاتړ وکړ. د روسيې له خوا د امریکا د پوځي اقدام د ملاتړ یو لامل په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ځینې داسې سیاستونه وو چې مسکو یې اندېښمن کړی و. مثلاً طالبانو د منځنۍ اسیا جګړه ‌مارو ډلو ته ځای ورکړی و. د چیچنیا وسله وال هم په افغانستان کې مېشت وو چې په مستقیم ډول یې د مسکو امنیت ګواښه. په افغانستان کې د امریکا پّه حضور سربېره د مسکو ملاتړ تر دې بریده و، چې کله پخواني ولسمشر له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک کولو ډډه وکړه، پوتین کرزی هڅولی و چې تړون لاسلیک کړي. کله چې په ۲۰۱۱ کال کې پاکستان افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لار وتړله، روسیې ناټو ته لار ورکړه او څو کاله د ناټو اکمالات له شماله کېدل.

خو نن دا هر څه بدل دي. له ۲۰۰۱ کال راهیسې مسکو او واشنګټن تر بل هر وخت نن زیات یو پر بل بدګومانه دي. په ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د داعش ډلې د څرکونو له راڅرګندېدو سره مسکو فکر وکړ چې واشنګټن په افغانستان کې د لویو سیالیو پلانونه لري. جالبه دا ده چې ځینې ویډیويي راپورونه  په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو په تړاو خپاره شوي وو. لیدل کېږي چې د دغو جنګیالیو د موخو پیل او پای روسیه ده. له دې سره روسي چارواکو پر واشنګټن تورونه ولګول چې ګواکي په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي. له بلې خوا واشنګټن بیا پر مسکو تور پورې کاوه چې دوی  د طالبانو ملاتړ کوي. سربېره پر دې، په ۲۰۱۴ کال کې د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو سره سم، حکومتي چارواکو د «یوویشتو نړیوالو ترهګرو» ډلو یادونه زیاته کوله. ښايي د افغان حکومت موخه به دا وه چې له دې لارې به د سیمې د هېوادونو ملاتړ خپل کړي؛ خو اوس اوس داسې ښکاري چې دغه محاسبه معکوسه وختله. د داعش له منځته راتګ وروسته د سیمې هېوادونه، د روسيې او ایران په ګډون طالبانو ته نږدې شول. جالبه دا ده چې روسیه او ایران هغه هېوادونه وو چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د طالبانو ضد ټلوالې پراخ ملاتړ کاوه؛ خو نن په افغانستان کې د امریکا د حضور او پلانونو په تړاو شکونو دغه هېوادونه له طالبانو سره نږدې کېدو ته اړ وېستل.

همدغه شکونه او په نړیواله کچه د مسکو او واشنګټن د سیالۍ تودېدل، د دې لامل شول چې روسیه په افغان کړکېچ کې تر پخوا فعال او د پام وړ رول خپل کړي. د افغان سولې او جګړې په تړاو د واشنګټن د سیاستونو ابهام او تتوالی هم د دې لامل شوی چې مسکو واشنګټن له سختو پوښتنو سره مخ کړي. روسيې د امریکا د کمزورۍ ټکی تشخیص کړی. واشنګټن نه یوازې دا چې د مسکو په ناستو کې ګډون ته زړه نه ښه کوي، خپله هم نه شي کولای چې د افغان سولې په تړاو د داسې ناستو کوربه‌ توب وکړي چې مسکو، بیجېنګ او تهران یې ګډونوال وي؛ ځکه د دغه وړ فورم تشکیل خپله واشنګټن اړباسي چې د افغانستان د وضعیت په اړه ابهامونو ته راڼه ځوابونه ورکړي. هغه څه چې واشنګټن یې یا ځواب نه لري یا نه غواړي په دې تړاو سپینې خبرې وکړي.

افغان حکومت د سیالیو قرباني

د دغو سیالیو په منځ کې هغه څه چې افغان حکومت ته مهم دي، هغه د افغان حکومت دریځ دی. لکه پورته چې یادونه وشوه، د مسکو په لومړنۍ ناسته کې چې افغان حکومت  نه و بلل شو، احتجاج یې وکړ چې ولې بلنه نه ده ورکړل شوې. وروسته چې د مسکو درېيمه ناسته کې بلنه ورکړل شوه او امریکا له ګډون څخه انکار وکړ، افغان حکومت په ټیټه کچه ګډون وکړ. دې چارې په ملي او سیمه ‌ییزو مسئلو کې د افغان حکومت پر خپلواک دریځ شکونه زیات کړل.

تېره میاشت چې مسکو اعلان وکړ چې د سپټمبر په څلورمه به د افغان سولې په تړاو د امریکا په ګډون د سیمې د هېوادونو کوربه وي، دا ځل بیا واشنګټن ګډون رد کړ. دا ځل روسيې د ناستې بڼه هم د پخوا په پرتله بدله کړه. مسکو د طالبانو استازو ته هم په دغه ناسته کې بلنه ورکړې وه. طالبانو هم په دغه ناسته کې ګډون ته تیاری ښوولی و. دا ځل د واشنګټن له انکار وروسته، افغان حکومت روسیې سره خبرې پیل کړې او پر دې وتوانېد چې ناسته وځنډول شي. افغان حکومت تېره اونۍ د سولې عالي شورا منشي، اکرم خپلواک او د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر اندېشه مسکو ته د خبرو اترو لپاره واستول. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه خبرې هم کومې ښکاره پایلې ته نه دي رسېدلې. د بهرنیو چارو وزرات ویاند صبغت احمدي وايي: «مخکې له دې چې دا ناسته وشي، موږ باید له یو او بل سره هوکړې ته ورسېږو». د ناستې د مشرۍ څرنګوالی، وخت او په ناسته کې بحث کېدونکي ټکي هغه څه دي چې د کابل او مسکو ترمنځ د اختلاف موارد یادېږي. له افغان حکومته ځینې سرچینې وايي چې واشنګټن لېوالتیا نه لري چې دغه ناسته د روسيې په مشرۍ ترسره شي.

د مسکو ناستې او د کابل لړزانده او بې‌ثباته دریځونه د دې لامل شول چې په سیمه کې افغان حکومت منزوي شي. د دغو ناستو په تړاو د افغان حکومت دریځونو وښووله چې کابل د سیمې او نړۍ مسئلې د واشنګټن له سترګو ګوري. یا په بله وینا، افغان حکومت خپلې ګټې او له سیمې او نړۍ سره خپلې اړیکې د واشنګټن له زاویو تعریفوي. ستونزه دا ده چې واشنګټن نن د سیمې له کابو ټولو هېوادونو سره په یو ډول نه یو ډول ستونزې لري. ښايي واشنګټن ته دغه حالت حتمي وي؛ ځکه له افغانستان هاخوا لویو سیالیو او رقابتونو کې ښکېل دولت دی؛ خو د افغانستان لپاره د کابل حکومت دغه دریځونه ډېر زیانمن ثابتېدای شي. ځکه افغان حکومت په ګڼو مسئلو کې د سیمې له هېوادونو سره مشترکات او اړتیاوې لري. اوس داسې ښکاري چې د ډاکتر غني د حکومت د دریځونو له امله افغانستان په سیمه کې د امریکا د سیالیو قرباني دی. له بلې خوا د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت افغان حکومت ته کوم د پام وړ حیثیت نه لري. ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ۷۳مې عمومي غونډه کې د ډاکتر غني د نه ګډون یو لامل دا و چې ولسمشر ټرمپ چمتو نه و، چې له غني سره وګوري. په ورته وخت کې، امریکا اعلان کړی چې که د ایران ولسمشر، حسن روحاني وغواړي چې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې ټرمپ سره وګوري، د امریکا ولسمشر دې کتنې ته چمتو دی. د امریکایانو دغه اعلان ته په  کتو، نن افغان حکومت په سیمه کې د امریکا د سیاستونو له امله منزوي دی او له بلې خوا یې امریکا سره هم د اړیکې دغه حال دی؛ نو له دې ټولو جوتېږي چې افغان حکومت تر بل هر وخت منزوي او د امریکا د ګټو قرباني دی.

Share15Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In