کندهار کې دوو پوليسو پر خپلو همکارانو برید کړی او څلور تنه يې وژلي دي. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي چې تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په دواب امنیتي پوسته کې دوو سیمه ییزو پولیسو خپل څلور ملګري وژلي او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي. په ورته وخت کې د کندهار د پوليسو یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې په دغه پېښه کې پنځه پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. سرچینه وایي چې خپله برید کوونکي د نورو وسله والو په مرسته له سیمې تښتېدلي او د پوستې وسلې او مهمات يې هم له ځان سره وړي دي. طالبانو د برید پړه منلي او ویلي یې دي چې دغه برید دوی کړی دی.



































