د هېواد د ملي امنیت پخوانی سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر وایي چې د سولې په اړه د حکومت ګونګ دریځ بې باورۍ رامنځته کړې دي. اتمر پر خپل ټویټر لیکلي چې په دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالبانو تر منځ د وروستۍ لیدنې په اړه د حکومت ګونګ دریځ او تنګ نظریو خلک اندېښمن کړي دي. هغه زیاته کړې چې حکومت د دې پر ځای چې د دې پروسې د رهبرۍ په اړه هیله بخښوونکې څرګندونې وکړي د دې پروسې د سبوتاژ او په خلکو کې د ویرې خپرولو په هڅه کې دی. هغه دغه راز لیکلي چې حکومت نه شي کولی د سولې پروسې سمه رهبري وکړي. اتمر وایي دوی په هغه صورت کې د حکومت طرفدار دي چې دا پروسه له انزوا او ګونګوالي راوباسي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نن په کابل کې یوې غونډې ته خبرو کې وویل، د تړلو دروازو تر شا له یو اقلیت سره د سولې روانې خبرې به کومه پایله ونه لري. هغه دغه راز ویلي چې نړیوال بنسټونه د سولې برخه کې بریالۍ تجربه نه لري.




































