د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې ایلیس ویلز سره کتلي دي. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د ولسمشرۍ پر راتلونکو ټاکنو، په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د ظرفیت لوړونې او اصلاحاتو په اړه خبرې اترې کړې دي. د سرچینې په وینا اتمر، د سولې د خبرو په پرمختګ کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې او زیاته کړې یې ده چې دوی د سولې د خبرو مثبتو پایلو ته هیله مند دي. اتمر، په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د سولې په خبرو کې باید په تیرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان پرمختګونه خوندي پاتې شي. د سرچینې په خبره ویلز څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه به د ټاکنو بهیر کې هر اړخیزه همکاري وکړي.




































