واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي دي په حساسو شرایطو کې له افغانستان د امریکا وتل به دغه هېواد ته ګواښونه متوجه کړي. سرچینه کاږي امریکا ته په دې برخه کې بېړه نه ده په کار ځکه که دوی له افغانستان وځي نو ښايي دلته د خلکو زرګونه قربانۍ په نشت شمار شي او وسله والې ډلې د بې نظمۍ یا واک ته د رسېدو هڅه وکړي. په مطلب کې د امریکايي پوځ د پخوانیو کارکوونکو او همکارانو نظرونه اخیستل شوي دي. دوی ویلي چې افغانانو او امریکایانو په تېره ۱۷ کلنه جګړه کې قربانۍ ورکړې دي او د وسله والو طالبانو پر ضد یې مبارزه کړې ده نو دا هر څه دې بې ارزښته نه ګنل کېږي. ددوی په خبره امریکا ته نه ده په کار چې په افغانستان او عراق کې خپلو متحدانو ته څټ واړوي او له ارزونې پرته عجولانه پرېکړه وکړي.



































