د کندوز اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې وخت ناوخت د شپې پر مهال د کندوز ښار پر امنیتي حوزو بریدونه کېږي چې د خلکو اندېښنې یې پارولې دي. د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري وایي، چې همدا وړمه شپه هم د کندوز ښار پر دویمه امنیتي حوزه برید وشو، چې نښتې دوه ساعته ادامه لرله. دده په خبره نښته ځاني تلفات نه لري خو مالي زیانونه یې خلکو ته اړولي دي. د کندوز سرپرست امنيه قوماندان سمونمل صفي الله محزون بیا ويلي چې طالبانو د شينوارو په سيمه کې پر امنيتي پوستې بريد کړى و خو بريد يې پر شا تمبول شوى دى. هغه ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه د تهدیدونو پر وړاندې د مقابلې وړتیا لري او د وسله والو طالبانو هر ډول بریدونه به پر شا وتمبوي.



































