د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي چې که څه هم د سولې خبرو کې پرمختګونه شوي دي خو د افغان ځواکونو شمېر په کمېدو دی. سیګار په خپل راپور کې زیاته کړې چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی. راپور زیاتوي، اوس د افغان ګډو ځواکونو شمېر ۳۰۸۶۹۳ ته راټیټ شوی دی. سیګار ویلي چې د دغو موندنو له مخې په وروستیو ۵۴ میاشتو کې هره میاشت په منځني ډول ۸۴۹ سرتیري وژل شوي دي.



































